پښتو ژباړه - زکریا عبد السلام

Add Enterpreta Add Translation

page 1

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ١

(1) د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ٢

(2) ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى

ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ٣

(3) ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ٤

(4) د بَدلې د ورځې مالك دى

إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ٥

(5) مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو

ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ٦

(6) ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه

صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ٧

(7) د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي