(1) الف، لام، ميم
(1) الف، لام، ميم
(2) الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالَم انتظام كوونكى دى
(3) هغهٔ په تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړي دي
(4) له ده نه مخكې، د خلقو د هدایت لپاره او فرقان يې نازل كړى دى، بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافر شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
(5) یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې
(6) دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى
(7) دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) ایتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو(ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان
(8) (او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې
(9) اى زمونږه ربه! بېشكه ته خلقو لره جمع كوونكى يې په داسې ورځ كې چې په هغې كې هېڅ شك نشته، یقینًا الله د وعدې مخالفت نه كوي
(10) بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي
(11) (حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
(12) ته ووایه هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى: ژر دى چې تاسو به مغلوب كړى شئ او جهنم ته به را یوځای (راجمع) كړى شئ او هغه بده استوګنه ده
(13) یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، د سترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى
(14) ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوي ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى
(15) ته (ورته) ووایه: ایا تاسو ته د داسې شیانو خبر دركړم چې له دغو (دنياوي خوندونو) نه ډېر ښه دي؟ د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي، (هغه) د خپل رب په نیز باغونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به دوى تل ترتله وي او (د دوى لپاره) ښې پاكې ښځې دي او د الله له جانبه رضامندي (ده) او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
(16) هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! یقینًا مونږ ایمان راوړى دى، نو مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او مونږ د اور له عذابه وساته
(17) چې صبركوونكي دي او رښتیا ویونكي دي او حكم منونكي دي او انفاق كوونكي دي او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي
(18) الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى
(19) بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب او هغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى
(20) بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (د حق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى